د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دی.
کورنیو چارو وزرات وايي، ښاغلي حقاني په دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازې ته په ټینګار سره ډاډ ورکړی دی، چې افغانستان د نړۍ د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
په دغه لیدنه کې چې پرون شنبې د لیندۍ ۲۷ مه کابل کې شوې د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په وینا دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.
په اعلامیه کې د ښاغلي حقاني له قوله د افغانستان او سیمې پر ثبات ټینګار شوی ویلي یې دي، چې نړۍ باید له طالبانو سره تعامل ته چمتوالی وښيي.
په ورته وخت کې مېرمن دیبورا لاینز ویلي ملګري ملتونه د افغانستان د بحران حل ته ژمن دي، د زرده کړو په برخه او دغه راز افغانستان کې د کرنیزو پروژو د پیل لپاره هڅې کوي.
مېرمن لاینز له افغانستان سره د نړیوال بانک د ۲۸۹ میلیون ډالرو نغدې مرستې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې دغه مرستې به دوام ولري.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/24862